څو چادونو پلازمېنه بغداد ولړزوله
څو بمي چادونو د عراق پلازمېنه بغداد ولړزوله.
وروستي رپوټونه وايي چې له ۳۰ ډېر کسان په دغو چادونو کې وژل شوي دي.
پولیس وايي د شیعیه ګانو عامه ځایونه لکه مارکیټونه، کافيګانې او راستورانتونه چې خلک په کې د اختر لمانځلو لپاره ټول شوي وو په نښه شوي دي.
د روژې په میاشت کې څه باندې ۶۷۰ تنه په عراق کې ووژل شول چې له همدې امله د روژې دا میاشت په څو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې ده.




