مصري بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی
د بشري حقونو سرچینو د تېرو څو اوونیو پرمهال مصر کې د سلګونه کسانو د نیول کېدا خبر ورکړی، چې ډېری د اخوان المسلمین غړي دي.
د مصري بندیانو د دفاعي کمېتې یوه غړي عمرو علي الدین ویلي، نژدې ۱۷۹ نیول شوو کسانو د قاهرې زندان کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی.
بندیان وايي، چې زندان کې ناوړه چلند ورسره شوی او د جنايي بندیانو په څېر معامله ورسره شوې.




