مالېزيا کې ۳۰ اندونيزيايان ډوب شوي دي
ماليزيا کې سمندري ساتونکي او نور ژغورونکي د هغو نژدې ۳۰ اندونیزیايانو لټون کوي، چې کښتۍ یې په جوهر ساحلي سیمه کې ډوبه شوې.
ګومان دا دی، چې بې درکه اندونیزیایان غیر قانوني کارکوونکي دي، چې د روژې میاشتې په پای کې اختر تېرولو ته کورونو ته پر لاره وو.
د دوی کښتۍ د ملاکا تنګي کې اووښتې ده.
کښتۍ د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپې مهال د سمندر لوړو څپو را ایساره کړې ده.
تر اوسه اته کسان ژغورل شوي دي.
په تېرو دوو اونیو کې د ماليزيا په اوبو کې دا دویمه ورته پېښه ده.




