يوسف نورستانی د ټاکنو کمېسيون مشر شو
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون نويو کمېشنرانو په خپلمنځي ټاکنو کې يوسف نورستانی د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر په توګه ټاکلی دی.
د دغه کمېسيون وياند نور محمد نور بي بي سي ته وويل عبدالرحمن هوتکي د کمېسيون د مرستيال او ګلالۍ اڅکزۍ د کمېسيون د منشي په توګه ټاکل شوي دي.
د ولسمشر حامد کرزي له لوري دغو ۹ کمېشنرانو درې ورځې وړاندې لوړه وکړه.
د دغو کسانو د غوراوي کمېټې ولسمشر حامد کرزي ته د ۲۷ کسانو يو نوملړ ور کړی و، چې ولسمشر کرزي ترې ۹ کسه غوره کړل.




