م. م: ملکي مرګ ژوبله ۲۳ سلنه زياته شوې
ملګري ملتونه وايي افغان جګړه کې د ملکي کسانو په وژنه کې ډېر زیاتوالی راغلی.
په یوه نوي راپور کې ویل شوي، چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دا د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
ډېری کسان د سړک غاړي ماینونو د بې ځایه کاروونې له کبله وژل شوي، خو د رپوټ جووړنکي وايي ډېر ملکیان په لوی لاس په نښه شوي دي.
د امنیت مسوولیت په داسې حال کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان هغو ته لېږدول کېږي، چې ناټو جنګي ځواکونه له دغه هېواده وتلو ته چمتو والی نیسي.




