د هندي مهراجه لوڼو ۴ میلیارد ډالر میراث وګاټه
د هند مهاراجه لوڼو د څلورو میلیاردو ډالرو په ارزښت میراث ګټلی دی.
د مهاراجه لوڼو ټيک ۲۱ کاله د دغه میراث خپلولو لپاره قضیه وچلوله.
په پای کې محکمې د دوی په ګټه پرېکړه وکړه.
د چاندیګر ښار محکمې د پرېکړې له مخې، مهراجاه د خپل وصیت له مخې خپلې لوڼې له میراثه بې برخې کړې وې.
د مهاراجه میراث کې ډېر غیر انتقالي جایدادونه، ګاڼه او کلاسيک موټر شامل دي.
همداشان یوه لویه کلا هم په کې ده، چې لرغونتوب یې ۳۵۰ کلونو ته رسېږي.
د تېرې پېړۍ اتیایمه لسیزه کې د مهاراجه د مړینې پرمهال د هغه د وصیت پربنسټ، نوموړي خپلې شتمنۍ هغې خیریه ټولنې ته وقف کړې وې، د ده خدمتګاران او کارکوونکي په کې اوسېدل او کار یې په کې کاوه.




