کرزی د روحاني د لوړې مراسمو کې ګډون کوي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې ولسمشر حامد کرزی د ايران د نوي ټاکل شوي ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.
ټاکل شوې دغه مراسم د زمري/ اسد په ۱۳مه د يکشنبې په ورځ جوړ شي.
د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ویل شوي، د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول به هم ايران ته له ولسمشر کرزي سره په سفر کې ملګری وي.
د افغانستان د بهرنيو چارو تاييد کړې چې ایران او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې په وينا يې ګډ برخليک لري.




