افغانستان کې ۳ ایساف سرتېري وژل شوي
افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو ویلي چې دغه هېواد کې یې درې پوځيان وژل شوي.
ایساف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پوځيان د افغانستان ختيځ کې د سې شنبې پر ورځ (جولای ۲۳/ اسد 'زمري ۱') د ماین چاودنه کې وژل شوي.
ایساف د وژل شویو سرتېرو هویت د خپلې پالیسۍ له مخې نه دی په ډاګه کړی.




