درمل جوړولو بريتانوی شرکت چين کې په بډو تورن شوی
د بريتانيا درمل جوړولو شرکت (ګلاکسو سمېت کلاين) منلې چې ځينو مديرانو يې داسې ښکاري په چين کې قانون مات کړی وي.
دغه اعتراف وروسته له هغه کېږي چې د چين پوليسو د دغه شرکت له لوري د بډو ادعاوو په اړه پلټنې پيل کړې.
پوليس وايي د درملو دغه شرکت د چين روغتيا صنعت کې د خپلې ونډې پراخوالي په موخه د ۶ کلنې مودې اوږدو کې د سلګونه دلالانو په کارولو نژدې نيم مليارډ ډالر رشوت ورکړی دی.
د ګلاکسو سمېت کلاين ۴ تنه مديران نيول شوي دي.




