پارلمان ته د ټاکنیز کمیسیون خبرداری
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که چېرې پارلمان د ټاکنو قانون ژر تصویب نه کړ، اړ دي چې د راتلونکي کال ولسمشریزې ټاکنې د تقنیني قانون له مخې ترسره کړي.
د دغه کمیسیون مشر فضل احمد معنوي ویلي، د دغه قانون د تصویب په اړه یې اندېښنه ډېره شوې ده او ځنډېدل یې د دې لامل شوي، چې ډېر فرصتونه ضایع شي.
دغه قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی، خو مشرانو جرګه یې په راوستل شویو بدلونونو خوښه نه ده، چې دا مهال د دواړو مجلسینو له خوا یوه ګډه جرګه ګۍ د قانون په نهايي کولو کار کوي.




