د مصر سیاسي ګوندونو ته د پوځ ضرب الاجل
په مصر کې پوځ ټولو ګوندونو ته د ۴۸ ساعتونو ضرب الاجل ټاکلی چې د اوسني کړکیچ د حل لپاره یوه جوړجاړي ته ورسېږي کنه نو د راتلونکې په هکله د یوه پلان جوړولو مسوولیت به واخلي.
په یوې تلویژوني اعلامیې کې د پوځ مشر پر ټولو ګوندونو غږ وکړ چې د خلکو خوښې ته پام وکړي.
د یکشنبې په ورځ میلیونونو مصریانو مظاهرې وکړې چې د ولسمشر محمد مرسي د استعفی غوښتنه وکړي.
د ولسمشر مرسي مخالفینو د پوځ د اعلامیې هرکلی کړی دی.




