د دریو ښځو تښتونکی رسماُ تورن وپېژندل شو
امریکا کې یو سړی چې د دریو مېرمنو په تښتولو او تر یوې لسیزې د هغوی په یوه پټ کور کې ساتلو باندې تورن دی، په رسمي ډول په څه باندې درې سوه سرغړونو تورن شوی دی.
د اریېل کاسترو په نامه دغه سړی په مې میاشت کې وروسته له هغې ونیول شو، چې یوه مېرمن ترې د اوهایو ایالت په کلېف لینډ سیمه کې د ده له کوره وتښتېده او د یادې پېښې په اړه یې حکومت ته خبر ورکړ.




