هنګري کې سېلاونه په اړه خلکو ته خبرداریو ورکړل شوی
د هنګري زرګونو اوسېدونکو له هغو خبرداریو وروسته د دانوب سیند د غاړو پر پیاوړي کولو کار پیل کړی، چې په کې ویل شوي د اوبو کچه به یې په بې سارې توګه لوړه شي.
په پلازمېنه بوداپېسټ کې د بېړنیو چارو کارګرو د سیند پر غاړه پنډغالي جوړ کړي او د سیمې اوسېدونکي د خپلو کورونو شاوخوا د شګو بوجۍ ځای پر ځای کوي.
د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان بېړنی حالت اعلان کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د تاریخ تر ټولو سختو سېلاوونو سره مخامخ دی.
په منځنۍ اروپا کې پراخو سېلاوونو د اتریش، جرمني او چېک جمهوریت یو شمېر برخې ځپلي، چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې وژل شوي دي.




