کورياګانې د اړيکو په بېرته عادي کولو فکر کوي
شمالي کوریا وايي له سويلي کوریا سره به د ټلېفوني اړیکو یوه بېړنۍ لیکه له سره فعاله کړي.
دغه لیکه په مارچ میاشت کې له هغې وروسته وتړل شوه، چې د دواوړو هېوادونو تر منځ د شمالي کوریا د دریمې اټومي ازموینې پر سر اړیکې ترینګلې شوې.
په یوه خبر پاڼه کې شمالي کوریا د سویلې کوریا هغه وړاندیز ته هم غبرګون څرګند کړ، چې دواړه حکومتونه له یوه بل سره خبرې وکړي. پ
یونګیانګ وویل، شمالي کوریا د ټیټې کچې خبرې اترې غوره بولي او وړاندیز یې وکړ، چې دا خبرې د دغه هېواد په سرحدي ښار کایسونګ کې د یکشنبې په ورځ تر سره شي.
د پنجشنبې په ورځ دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې یوه ګډه صنعتي مېنه بېرته پرانېزي.




