لبنان کې د جګړې پېلولو په اړه د سوري یاغیانو ګواښ
د سوري یاغیانو قوماندانانو بي بي سي ته ویېلي چمتو دي، په ګاونډي لبنان کې د حزب الله د وسله والو پر ضد وجنګېږي، چې په سوریه کې د ولسمشر اسد په ملاتړ جګړه کې برخه اخلي.
د سوریې د خپلواک پوځ په نامه د حکومت مخالفې ډلې قوماندان سلیم ادریس وايي، د حزب الله زرګونه جنګیالي اوسمهال د سوریې په ښارونو او ښارګوټو کې د حکومت په ملاتړ جنګېږي.
نوموړی وايي، که د لبنان حکومت د دې کار مخه و نه نیسي، د سوریې یاغیان به په دې اړه ګام پورته کولو ته اړ شي.




