کابل کې یوه ځانمرګي ځان چوولی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې نن یوه ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکي توکو ته وروسته له هغه چاودنه ورکړه، چې د پولیسو له خوا و پیژندل شو.

چارواکي وايي، دغه کس د خلکو په مرسته پیژندل شوی دی.

تیره ورځ هم څلورو ځانمرګو بریدګرو کابل کې د کډوالو د نړیوال سازمان په نمایندګۍ برید وکړ چې په کې دوه ولسي وکړي او یو پولیس ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا طالبان دا ډول بریدونه د القاعدې او حقانې شبکو په مرسته کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا ډول بریدونه په پاکستان کې پلانیږي.