غزني کې سایکل بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په غزني ولایت کې یوه سایکل بم چاودنه شوې، چې لږ تر لږه شپږو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ولایت د چارواکو په خبره پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار کابل پر لویه لار رامنځ ته شوې، چې یو ولسي وګړی په کې وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغې چاودنې مسولیت پر غاړه اخېستی او ادعا کوي، چې پنځه پولیس یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.




