په عراق کې بمي چادونو ۱۲ کسان ووژل
د عراق په پلازمېنې بغداد کې نورې بمي چاودنې شوي چې لږترلږه ۱۲ کسان یې وژلي دي.
چاودنې تر ډېره په شیعه میشتو سیمو کې رامنځ ته شوې دي.
دا بریدونه د چهارشنبې ورځې تر بریدونو وروسته شوي چې لږترلږه ۳۴ کسان په کې ووژل شول.
په وروستیو کې په عراق کې توکمیزې وژنې ډېرې شوې دي.




