زرګونه بنګله دیشیان د توپان له وېرې کوچېدلي
بنګله ديشي چارواکي وايي له توپان نه د ژغورنې په موخه يې د چمتووالي په لړ کې د سلګونه زره کسانو وېستل پيل کړي دي.
د دغه توپان زور تر اوسه نه دی اټکل شوی، خو داسې برېښي چې د چيتا ګانګ ښار ښکته پرتې ساحلي سيمې به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې وځپي.
په برما کې هم چې د توپان ګواښ ورته متوجه دی خلک له ساحلي سيمو ويستل کېږي.
دغلته زرګونه بېځايه شوي په ځانګړي ډول روهېنګا مسلمان په ډېر بد حالت کې دي.
دوی دغلته د توکميز تاوتريخوالي نه له تښتېدو وروسته په جوړو شويو کمپونو کې دېره دي.
پنځه کاله وړاندې د نرګس په نوم توپان په ساحلي سيمو کې له سلو زرو ډېر کسان ووژل.




