عراق کې بمي بريدونو له ۲۰ زيات کسان وژلي
د عراق پلازمېنې بغداد کې پوليس وايي د ښار شيعه مېشته سيمه کې د يوولسو بمي بريدونو لړۍ کې څه د پاسه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
په بريدونو کې دوه رستورانتونه په نښه شوي، او د راپورونو له مخې لسګونه نور په کې ټپيان شوي هم دي.
له دې وړاندې لږترلږه په شمالي ښار کرکوک کې پر حکومتی ودانيو بريدونو کې لږترلږه لس کسان وژل شوي وو.
په عراق کې فرقه يي تاوتريخوالی په داسې وخت کې زيات شوی، چې سني اورپکي هغه څه په غوسه کړي چې بارو کوي د شيعه حکومت قصدي ټولنيز توپيري چلن دی.
تېره مياشت تاوتريخوالي څه د پاسه ۷ سوه عراقيان وژل شوي وو.




