پاکستان کې د هندي زنداني پر وهلو خواښیني
د هندوستان لومړي وزیر من مو هن سېنګ د پاکستان په یوه زندان کې پر یوه هندي زنداني برید، غمګین کار بللی دی.
په مرګ دغه محکوم زنداني- سربجیت سېنګ په زندان کې د نورو زندانیانو له وهلو وروسته، اوس د کوما په حالت کې دی او په سر کې ډېر ټپونه لري.
نوموړی شل کاله وړاندې په پاکستان کې په څلورو بمونو کې د ښکېلتیا او جاسوسۍ له امله په مرګ محکوم شو.
دهغه کورنۍ تل وايي، چې ښاغلی سېنګ بې ګناه دی.




