سوماليا کې بریدونو ۲۰ کسان وژلي
د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې د وسله والو له لوري په دوو بريدونو کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي دي.
په لومړي بريد کې چې په محکمه کې شوی د سپکو وسلو ډزې شوي او د محکمې د ودانۍ دننه چې له وېرېدلو خلکو ډکه وه څو چاودنې شوي دي.
يوه حکومتي وزير وویل په بريد کې ښکېل نهه واړه بريدګر اوس وژل شوي، چې شپږ يې د خپلو ځانمرګو واسکټونو له امله وژل شوي.
اسلامپالې ډلې الشباب ويلي دوی دغه برید کړی او شپږ جنګیالي يې وژل شوي دي.
يو بل ځانمرګی بريد د ترکيې د مرستندويه ادارې پر يوه کاروان چې هوايي ډګر ته روان و شوی او څلور کسه يې وژلي دي.




