د ولسي جرګې غړي یو بل په فساد تورنوي
د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړي د شورا ځینې ملګري په فساد او د کابینې له وزیرانو سره په معامله ګرۍ تورنوي.
خو ځینو وکیلانو پارلمان کې د فساد د مخنیوي لپاره د ولسمشر حامد کرزي د مداخلې او د تورنو وکیلانو د مشخصولو غوښتنه یې کوله.
د جرګې نیوکې وروسته تر هغو ډېرې شوې، چې یوولس استیضاح شوي وزیران په جرګه کې سپین وختل.
د نن ورځې غونډې ایله یو ساعت دوام وکړ، خو وکیلانو ویل، چې ډېره مهمه او حساسه غونډه وه.




