یمن کې ځانمرګي برید ۳۵ کسان وژلي
لږ تر لږه پنځه دیرش تنه د يمن په جنوب کې يوې ځانمرگي چاودنې وژلي او ګڼ شمیر نور يې ټپيان کړي دي.
پوځي سرچنيې وايي د بريد نښه د ابين ولايت په جار ښار کې د ويرجنو يوه ډله وه.
د یوه بل خبر له مخې، یمني چارواکي وايي، په حدرموت ولایت کې د امریکا بې پېلوټه الوتکې په یوبرید کې د القاعده پنځه مشکوک اورپکي وژلي دي.




