پکتيا کې د يوه کس د وژلو په تړاو اعتراض
د افغانستان په سويل ختيځ پکتيا کې د افغان امنيتي ځواکونو يوې ګزمې يو کس وژلی دی.
لسګونو ځايي خلکو د دغه کس د وژنې په غبرګون کې چې دوی يې بزګر بولي د ګردېزـ پټان لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
ځايي امنيتي چارواکي وايي ګزمې يې له بريدګرو سره چې دوی يې لار شکوونکي بولي د ډزو تبادله کړې او وايي يو کس يې ترې وژلی دی.
امنيتي چارواکي وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
بل خوا د ګرديز د روغتون چارواکي وايي چې د لوګر له څرخ ولسوالۍ نه دوی ته د درېو کسو جسدونه ور ورکړل شوې دي.




