استرالیا د نشه يي توکو دروند بار نیولی
د استرالیا پولیس وايي، د مخدره توکو یو بې ساري دروند بار يې نیولی دی.
دغه مخدره توکي، چې بیه يي تر نیم ملیارد ډالرو پورې ښودل شوې ده د خارو د لوښو په هغه بار کې پټ کړل شوي وو، چې له بهره دغه هېواد ته صادرېدل.
د یکشنبې په ورځ په دې لړ کې د هانګ کانګ څلور تنه اوسېدونکي او او درې اسټرالیایان هم نیول شوي دي.
د اسټرالیا د پولیسو د کمیشنر مرستیال انډریو کالوین وايي، په دې اړه یې لا هم پلټنې روانې دي.




