د نري رنځ د درملنې لپاره نوي درمل جوړېږي
څېړونکو د داسې لومړنيو موندنو اعلان کړی چې د دريو درملونو يوه نوې ګډوله کېدی شي د توبرکلوز يا نري رنځ ضد مبارزه کې فعال ثابت شي.
دغه ناروغي هر کال يو نيم مليون کسان وژني او د ايډز تر څنګ تر ټولو مخکښه وژونکې ناروغي ده.
د کلينيکي تجربو لومړۍ پايلې ښيي دغه مرکب درمل کېدی شي د اوسني شته درملو په پرتله لا ډېر فعال وي او د نري رنځ په زياتېدونکي ډول مقاومت کوونکې بڼې باندې بريد کولی شي.
څېړونکي وايي د دوو اوونيو تجربې چې په جنوبي امريکا کې ترسره شوې ښيي چې د نوي درمل ګډوله د نري رنځ پر بکتريا بريد کې ۹۹ سلنه فعاله وه.




