وزیرستان کې ډرون ۹ کسان وژلي
په پاکستان کې استخباراتي چارواکي وايي له افغانستان سره پر پوله د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه ګوزار کې ۹ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.
د امريکا بې پيلوټه يا ډرون الوتکې په پرله پسې ډول په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو طالبانو او القاعده پټنځايونه په نښه کوي.
دغو هوايي بريدونو د پاکستان حکومت په غصه کړی دی.
وروستۍ بريد له هغه يوازې څو ورځې وروسته کېږي چې پاکستان له تېر نومبر راهيسې تړلې لارې بېرته د ناټو د اکمالاتو پر مخ پرانستې.
دغه لارې پاکستان د امريکا د هغه هوايي بريد په غبرګون کې وتړلې چې په پايله کې يې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل شول.




