امريکايي ميليارډر د ټگي په تور زنداني شو
د امریکا د تکساس ایالت یو پخوانی ميلیارډر له زرګونو پانګوونکو سره د ټګۍ په جرم په ١١٠کاله بند محکوم شوی دی.
دغه سوداګر چې الن ستانفورډ نوميږي د مارچ په میاشت کې د څه باندې ١٠٠ هېوادو له پانګوونکو څخه په چل او ټګۍ د ۷ ميلیارډ ډالره د خوړلو په جرم ګرم وګڼل شو.
څارنوالان ادعا کوي چې ښاغلي ستانفورډ د پانګوونکو په پیسو عیاشي او چړچې کولې.
دۀ دوه کاله وړاندې د ويسټ انډيز او انگلستان د کريکټ لوبډلو ترمنځ يوه شل اوريزه لوبه وکړه او د گټونکې لوبډلې هر لوبغاړي ته يې يو ميليون ډالر انعام ورکړ.




