اذربایجان وايي ارمنستان یې پنځه سرتېري وژلي
آذربایجان وايي پنځه تنه سرتیري یې د ارمنستان ځواکونو له خوا د دواړو هېوادونو د لانجمنې پولې سره نژدې وژل شوي دي.
دغه راپور د دریو ارمینانو تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته ورکول شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن وايي دا حالت کولای شي په سیمه کې د پراخې ګډوډې لامل شي.
مېرمن کلنټن چې د قفقاز سیمې په ورې ورځني سفر وتلې اوس په جورجیا کې ده او ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ آذربایجان ته ولاړه شي.




