د فيسبوک بيه تر ١٠٠ ميلياردو ډالرو اوړي
د ټولنیزو اړیکو شبکې فیسبوک په مقدماتي ډول د دې کمپنۍ د یوې ونډې یا سهم بیه اته دیرش ډالره ټاکلې ده چې په دې حساب په تخمیني ډول د دې کمپنۍ ټول قیمت له ١٠٠ میلیارده ډالرو اوړي.
تمه کیږي چې کله د جمعې په ورځ ( د مۍ ١٨) په نیویارک کې د ونډو بازارونه پرانستل کیږي ، دغه بیه به نوره هم لوړیږ ي.
فیسبوک اته کاله وړاندي رامنځته شوی او نهه سوه میلیونه کاروونکي لري .




