سوریې ترکي خبریالان خوشې کړل
دوه تنه ترکي خبریالان چې له دوه میاشتو راهیسې په سوریه کې بندیان وو، اوس خپلو کورونو ته پر لار دي.
یو خبریال آدم او د هغه کمره من د مارچ په لومړیو کې د ادلیب په ښار کې د کار پر مهال نیول شوي وو.
په دمشق کې د ترکیې سفارت تړلی او دا کسان د ایران په منځکړیتوب راخوشې شوي دي.
خبریالان اوس تهران ته رسېدلي، له خپلو کورنیو سره یې په تیلفون خبرې کړي او د خپلې روغتیا ډاډ یې ورکړی دی.




