ایران د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۴ کسان اعدام کړل
له ایرانه خپاره شوي راپورونه وايي، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ایران ددوشنبې پر ګهيځ په شاهرود زندان کې څلور کسان اعدام کړل.
د ایران (ایرنا) خبري اژانس د شاهرود د زندان او یوه څارنوال په حواله ویلي، چې دغه څلور واړه کسان د ډېرې پیمانې نشه يي توکو په تور نیول شوي او بیا اعدام شول.
د راپورونو له مخې، تورن کسان د هېواد د لویې څارنوالۍ او د ایران د قضایه قوې د رییس په موافقه اعدام شوي.
د اعدام شوو کسانو هویت نه دی ښودلی شو.
راپورونه وايي، چې د اعدام شوو کسانو د بښنې غوښتنه په دویم پړاو کې رد شوې ده.




