هوګو چاوېز پلویانو ته د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ
د وېنزويلا ولسمشر هوګو چاوېز په کيوبا کې د درملنې له تازه پړاو وروسته خپلو پلويانو ته ويلي دي چې حالت يې ښه دی.
ښاغلي چاوېز په کاراکاس کې د ولسمشرۍ له مانۍ خپلو پلويانو ته دغه څرګندونې کولې.
هغه چې له خپل ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته خبرې وکړې ويې ويل چې د سرطان ناروغۍ د دوامداره درملنې لپاره نن بېرته کيوبا ته ځي.
ولشمشر چاوېز وويل لا هم نه پوهېږي چې د امريکا د لويې وچې په سرمشريزه کې به ګډون وکړي او که نه.
ښاغلي چاوېز وړاندې له دې ويلي وو چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره يې حالت ښه دی.
په وروستيو کې هغه يو ځلې بيا د جراحي عمليات وکړل او د خاصرې له لګن نه يې تومور لرې کړای شو.




