'شپني عملیات به ځانګړي امریکايي ځواکونه کوي'
د افغانستان حکومت وايي له امریکا سره یو داسې تړون لاسلیکېدونکی دی چې شپني عملیات به افغان ځواکونه کوي.
د دفاع وزارت ویاند ویلي، د شپني عملیاتو په تړاو د یکشنبې په ورځ د دفاع د وزیر او امریکايي قومندان ترمنځ یو تړون هم لاسلیکېږي.
د تړون له مخې به شپني عملیات د افغان ځواکونو په مشرتوب ترسره کېږي.
په تړون کې دا هم راځي چې د شپني عملیاتو پرمهال به ځانګړي امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو ملاتړي وي.
د شپني عملیاتو په اړه د افغان حکومت او امریکايي پوځ ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.
په دې عملیاتو کې تر ډېره ولسي وګړي وژل کېږي.
دا تړون داسې مهال لاسلیکېږي، چې په پام کې ده د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه جنګېدونکي بهرني ځواکونه ووځي.




