امريکا په برما بنديزونه نرموي
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پر برما د لگېدلو بنديزونو يو څه پوستوالى اعلان کړى دى.
آغلې کلنټن وويل په دې کې ښايي هغه هېواد ته د امريکا د نوي سفير نومول او د برما ځينو غوره شويو چارواکو ته د ويزو آسانوالى راشي.
هغې په برما کې وروستۍ پرمختياوې او په دې ډله کې د يکشنبې ورځې
په ضمني ټاکنو کې د ولسواکۍ لپاره د آنگ سان سوچي د ملي ټولنې برى وستايه.




