|
د غزني په بريدونو کې ٤ پوليس او سرتېري مړه دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويلي ولايت غزني کې وسله والو طالبانو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه درې پوليس او د ملي پوځ يو سرتېرى وژلي. د غزني د پوليسو مشر عليشاه احمدزى وايي درې تنه پوليس يې د غزني –پکتيکا پر لويه لاره په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې نن (شنبه) سهار وژل شوي. خو عيني شاهدان په دې پېښه کې د مړو پوليسو شمېره اته او طالبان يې ١٢ ښيي. له همدې ولايت څخه پر بله تېرېدونکې لويه لاره په دوو نورو بريدونو کې د افغان پوځ يو سرتېرى وژل شوى او د يوۀ امريکايي خصوصي امنيتي شرکت دوه وسله وال ساتونکي ټپيان شوي دي. د غزني د استخباراتو يوه چارواکي بي بي سي ته وويل د کابل-کندهار پر لويه لار په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو په غبرگو بريدونو کې د پوځ يو سرتېرى وژلى او د USPI په نامه د امريکايي امنيتي شرکت درې ساتونکي يې ټپيان کړي. په بله پېښه کې، د همدې ولايت په مقر ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو ته دپر تېلو وړونکي يوۀ ټانکر بريد شوى او چلوونکى يې وژل شوى. غزنى د افغانستان په سويل کې يو تر ټولو نارامه ولايت دى چې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ پکې نښتې اوس ورځنۍ چاره گرځېدلې. د هيواد د نورو سويلي سيمو په څېر، دلته هم ناامني د نوي کال له پيل راهيسې مخ په زياتېدو ده. | ورسره تړلي نور خبرونه په غزني کې څلور پوليس وژل شوي10 مۍ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې ١٣ پوليس وژل شوي06 مۍ, 2007 | خبرونه افغان دولت: گيرو ولسوالي مو بيرته نيولى27 اپريل, 2007 | خبرونه د غزني په نښتو کې ١١ طالبان وژل شوي19 مۍ, 2006 | خبرونه په غزني کې يوه چورلکه بيړنۍ ناستې ته اړه شوې13 اپريل, 2007 | خبرونه د غزني والي خلک د اورپکو په ملاتړ تورن کړل11 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||