|
په غزني کې يوه چورلکه بيړنۍ ناستې ته اړه شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د غزني ولايت په واغز ولسوالۍ کې ځايي چارواکي او نړيوال ايتلاف وايي تيره شپه ( جمعه\پنجشنبې د وري ٢٤ \٢٣د اپريل ١٢\١٣ ) د يوې ملکي قراردادي موسسې يوه چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله کښېناستلو ته اړه شوې ده . د چارواکو او ايتلاف په وينا په دغې الوتکې کې د يوۀ افغان په گډون پنځه کسان سپارۀ و چې پر مځکه له ناستې سره سم پرې د دوى په وينا غليم د سپکو وسلو بريد کړى دى . د چورلکې ټولې سپرلۍ د چارواکو او ايتلاف په وينا روغې رمټې دي . په افغانتسان کې د نړيوالو ځواکونو يوۀ وياند جگړن ميچل بي بي سي ته وويل په سيمه کې نړيوال ځانگړي ځواکونه و چې د دۀ په وينا پر غليم بريد وکړي . د جگړن ميچل په خبره د دغه بريد له امله د ( غليم ) درې کسان وژل شوي او نور يې تېښتي ته اړ وتي دي . د غزني والي معراج الدين پټان له بي بي سي سره په خبرو کې بريد د وسله والو طالبانو له خوا وبالۀ او زياته يې کړه چې د طالبانو څلور کسان وژل شوي دي . د غزني په والايت کې ځايي امنيتي چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې د خرابې شوې الوتکې د ويجاړولو يادونه هم وکړه . دوى وويل چې نړيوال ايتلاف پر خرابې شوې الوتکې بمباري وکړه او ويجاړه يې کړه . په افغانستان کې ملکي قراردادي موسسې د بيا رغاونې اوو د ځينو شرکتونو د امنيت ساتنې دندې پر مخ بيايي . دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې په پېښه کې د ښکېلي چورلکې موسسه په څه نامۀ وه او څه ډول کارونه يې پر مخ بېولل . | ورسره تړلي نور خبرونه د ايتلاف لويدلې چورلکې ٨ کسان وژلي18 فبروري, 2007 | خبرونه د چورلکې په لوېدو کې ١٦ تنه وژل شوي دي27 جولاى, 2006 | خبرونه په کونړ کې امريکايي چورلکه ولويده06 مۍ, 2006 | خبرونه د هرات د چورلکې د لوېدو په پېښه کې يو شمېر پوځيان ووژل شوي16 اگست, 2005 | خبرونه د لويدلي هېليکوپتر ١٣ مړي موندل شوي30 جون, 2005 | خبرونه شينډند کې يوه امريکايي چورلکه لوېدلې 16 دسمبر, 2004 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||