 |  طالبانو پرون وويل چې په دغه سيمه کي يې يو پوځي هليکوپتر را وغورځوه. | په افغانستان کى د امريکې د متحدو ايالتونو ځواکونه هغې سيمې ته رسېدلي دى چى د سى شنبې په ورځ د امريکې يو هليکوپتر سقوط کړي وو.دا سېمه د پاکستان سر حد ته نږدې پره ته ده پوځى چارواکو وېلي دى چى ١٣ مړي يي موندلي او اووه عسکر تر اوسه ورک دى. پداسې حال کى چى د هېليکوپتر پاتې ټوټې له نظره تېرولې يوه امريکايي ډگرمن وويل چى په عينې وخت کى امريکايي ځواکونو په سېمه کى خپلو پلټنو ته دوام ور کړي وو اوهم يي په سېمه کې د اور پکو پر ضد څارنه کوله. په امريکايي شېنوک نو مې الوتوکې کى اوولس پو ځيان د سفر په حال کى وو چىد کنړ په يوې غرنې سيمې کى يي سقوط وکړو طالبانو وېلي دى چى دغه هېليکوپتر يي وېشتلي او را غور ځولي وو خو د خپلې دغې اد عا په وړاندې يي کومه بېلگه نده وړاندې کړى . |