|
قانوني : د ملي پخلاينې قانون بايد ومنل شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسي جرگې مشر يونس قانوني يوځل بيا له هغه تصويب شوي منشور څخه خپل ملاتړ اعلان کړ چې له مخې يې په تيرو کورنيو جگړو کې ښکيلې غاړې له عدلي تعقيبه معاف گڼل شوي دي. نوموړي چې د ښځو د نړيوالې ورځې په غونډې کې خبرې کولې وويل دا يي دنده چې د ولسي جرگې د مشر په توگه له تصويب شوي منشور څخه دفاع وکړي. نوموړي وويل په منشور کې هيڅ کله د دې غوښتنه نه ده شوې چې د چا حق دې بل چا ته وبښل شي بلکې د ملي پخلاينې غوښتنه شوې او له هغه سره دى موافق دى. د ښځو د نړيوالې ورځې په غونډې کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وويل چې د نورو کلونو په پرتله تيرکال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پيښې ډيرې وې. په افغانستان کې د ښځو نړيواله ورځ په داسې مهال لمانځل کيږي چې د نورو کلونو په پرتله تير کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پيښې ډيرې بلل شوي دي. د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي د نجونو تښتول، برمته کول،اجباري ودونه،وهل ټکول او امنيت نشتوالى هغه ستونزې وې چې تير کال په افغانستان کې ښځې ورسره مخامخې وې.سږ کال د ښځو د نړيوالې ورځې پيغام ( ښځه او ټولنيز امنيت) په نامه نومول شوى دى. د ښځو د چارو وزارت په پيغام کې له ملگرو ملتونو او افغان حکومت غوښتل شوي چې د متبت او اغيزمنو بدلونونو په راوستو کې دې له دوى سره مرسته وکړي. د افغانستان د ښځو چارو مرستيالې وزيرې مزاري صفا د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي په اړه وويل: ((د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پيښې د تيرکال په پرتله ډيرې دي چې لامل يې ښايې دغو پيښو ته د رسنيو نه لاس رسى وې. د تاوتريخوالو د ډيريدو بل لامل د ښځو بيوزلي ، نازده کړه او له ديني اړخه د هغوى د معلوماتو کموالى گڼل کيږي)) د ا فغانستان د ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني چې د ښځو د نړيوالې ورځې غونډې ته يې خبرې کولې وويل دوى هڅه کوي چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو په موخه نوى قانون پلى کړي او په مخکينيو قوانينو کې به ځينې اصلاحات راولي. (( موږ د افغانستان په مقننه قوې کې اوسيږو او افغان ښځو ته يو ژمنه لرو چې د نوي قانون په وضعه کولو او د مخکينيو قانونو په اصلا کولو به د ښځو په گټه خپل ملي وجيبه ادا کړو )) ښاغلي قانوني يو ځل بيا خپل ملاتړ له هغه منشور څخه اعلان کړ چې څه موده وړاندې د ولسي جرگې له لوري تصويب شوى و او د توشيع لپاره ولسمشر حامد کرزي ته استول شوى دى. د ملي پخلاينې له منشور څخه د ښاغلي قانوني يو ځل بيا ملاتړ په داسې وخت کيږي چې ولسمشر حامد کرزي د دغه منشور د څرنگوالي په اړه له علماو، کارپوهانو او د خلکو له استازو سره په خبرو اترو بوخت دى. ښاغلي قانوني وويل د افغانستان ولسي جرگه داسې منشور تصويب کړى چې د اساسي قانون خلاف نه دى بلکې د ملي پخلاينې وړانديز کوي. وړاندې د ولسمشرۍ د دفتر وياند کريم رحيمي هم ويلي و چې د خلکو له استازو سره د ولسمشر حامد کرزي خبرې اترې داسې ښيې چې خلک سولې،امنيت او د ملي پخلاينې غوښتونکي دي خو په دې شرط چې حق يې خوندي وي. د افغانستان د ولسي جرگې له خوا د تصويب شوي منشور له مخې هغه کسان له عدلي تعقيبه معاف گڼل شوي چې د افغانستان د کورنيو جگړو پر مهال ښکيل و. | ورسره تړلي نور خبرونه ملي شورا پر لانجمنې لايحې سره وېشلې ده24 فبروري, 2007 | خبرونه م م : د جنگي مجرمينو بخښنه څوک نه شي کولى21 فبروري, 2007 | خبرونه کرزى : د جنگي مجرمنيو د بخښلو واک زۀ نه لرم06 فبروري, 2007 | خبرونه سپنتا: د جنگي مجرمينو بخښنه له ژبې اوښتل دي05 فبروري, 2007 | خبرونه ولسي جرگه: په جگړو کې ښکېل بايد وبخښل شي31 جنوري, 2007 | خبرونه قانوني : د ولسي جرگې د غړو معاش دې ډير شي03 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||