|
د ٢٠٠٦ کال پېښو ته لنډه کتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
٢٠٠٦ کال په عراق کې له خوش بينۍ ډکې يوې يادونې سره پيل شو. د هيواد د منځمهالي حکومت لپاره ټاکنې چې له اوږدې مودې يې لار څارل کېده، څو اوونۍ دمخه په آرامۍ کې ترسره شوې او هيله داوه چې نتيجې به يې وښيي چې عراق نور د سختيو له گوټ تېر شو. خو تاوتريخوالى تم نه شو او نور هم وغځېده. په فبرورۍ کې د سامره په عبادتځى کې بمي چاودنه په عراق کې د ډېر شوي فرقه يي کړکېچ د تودېدو نښه شوه. د هرې ورځې سړي تښتونو، گواښونو او ځانوژونکو بريدونو د کال د شپو او ورځو په اوښتو سره نور زور واخيسته. داسې برېښېده چې د امنيت د ښه والي او د ملېشو د واک د کمولو هڅې دومره اغېز نه لري. د جون پر اتمه د عراق لومړي وزير نوري المالکي اعلان وکړ چې په عراق کې د القاعدې مشر - زرقاوي د امريکاييانو په هوايي بريد کې ووژل شو. خو په دې وژنې سره هم د تاوتريخوالي زور کېنناست او نه يې لږترلږه مخې خواته د داسې يوه گام د پورته کولو لار هواره کړه چې امريکاييانو او د هغوى متحدينو يې لار څارله.
د ملگرو ملتو له خولې، تر اکټوبره پورې په عراق کې د ولسي وگړو د سر زيان يوې بېسارې کچې ته ورسېد- په دې مياشت کې د ټولو مړينو شمېره څه له پاسه ٣٧٠٠ ته ورسېده. د امريکاييانو د سر زيانونه هم مخ په ختلو وو. د سر زيانونو ورو ورو په امريکا کې سياسي پايلې رامنځ ته کړې او نظر سنجونو وښوده چې په عراق کې د بوش ادارې تگلارې په زياتېدونکي ډول بدنامې شوې دي. د نومبر د منځ پړاويزو ټاکنو تر سرته رسېدو څو اوونۍ دمخه، د واشنگټن د سر سر چارواکو په بغداد کې د يوه نوي کنفرانس د رابللو غږ وکړ. د امريکا سفير زلمي خليلزاد ټينگار وکړ چې برى لاهم شونى دى: ((زموږ هدف دادی چې له عراق سره مرسته وکړو چې تر کلونو کلونو زوراکۍ او اختناق وروسته يوه گڼ توکميزه، گڼ فرقه ييزه او استازې ولسواکي رامنځ ته کړي. د امريکا ولس پوهېږي چې دا يو گران، خو په عين حال کې ډېر ارزښتناک کار دى. خو په عراق کې وروستۍ فرقه يي وينې توييدنې ددې سبب شوې چې ډېرى دا پوښتنه راپورته کړي چې آيا امريکا او عراقيان کولى شي برى ترلاسه کړي. نن زما خبره بيخي په ډانگ پييلې ده: له هغو سختو ننگونو سره سره چې موږ ورسره مخامخ يو، په عراق کې د بري گټل شوني دي او په يوه رېښتوني زماني چوکاټ کې ترلاسه کېدلى شي.)) خو د امريکايي رايه ورکوونکو پيغام، چې د ولسي جرگې د نوې مشرې نانسې پيلوسې له خولې راووت، دا وو:
((په بل يوه ځاى کې هم د امريکا ولس دا خبره دومره په ډانگ پييلې نه وه کړې چې موږ د عراق په جگړه کې يوه نوي لوري ته اړتيا لرو. پر پخوانۍ لارې تگ زموږ هيواد ته تر پخوا ډېر امنيت رانشو وړاى، زموږ له پوځيانو سره د شويو ژمنو درناوى يې ونشو کړاى او سيمه يې هم تر پخوا ډېره له ثباته ډکه نشوه کړاى. موږ نور پر دې غم لړلی لارې نشو تللى. او په دې ډول موږ ولسمشر ته وايو چې : اى ښاغليه ولسمشره، موږ په عراق کې يوې نوې تگلارې ته اړتيا لرو.)) (د لاسونو پړکول). د جمهوري غوښتونکو تر څه له پاسه يوې لسيزې کنټرول وروسته، د کانگرس ولکه د ډېموکراتانو لاس ته ورلوېده. له دې امله په عراق کې پر امريکايي تگلارې د احتمالي اغېز د گونگوسيو په منځ کې، له دغو تگلارو سره يوه ټينگ تړل شوي کس- ددفاع وزير دونالد رمسفيلډ استعفى وکړه. د نوي چلند د خپلولو لپاره زور په ډېرېدو شو. تر دې وړاندې د کال په لومړيو کې د بهرنۍ تگلارې د کارپوهانو او پخو دولتي څېرو يوې جرگه گۍ ته کانگرس دنده سپارلې وه چې دقيقاً همدغسې يو کار ترسره کړي. دوى په ډسمبر کې خپلې سپارښتنې خپرې کړې. ددغې جرگه گۍ رپوټ چې ((دعراق د څېړنې ډله)) نومېږي، د هغې د يوه گډ مشر، ډيموکرات سناتور لي هاملتن له خوا اعلان شو: ((زموږ درې مهمې سپارښتنې يو برابر ارزښت لري او هره يوه يې دا بله پياوړې کوي. لومړى، په عراق کې د امريکايي ځواکونو په لومړني ماموريت کې بدلون چې امريکا ته دا امکان ورکړي چې خپل جنگي ځواکونه په مسووليت سره له عراق نه راوباسي. دويم، د عراقي حکومت له خوا چټک اقدامات چې ټاکلي هدفونه، په تېره بيا د ملي پخلايينې په برخه کې لاس ته راوړي او درېيم، په عراق او سيمه کې د نويو او پياوړو ډېپلماتيکو او سياسي هڅو ترسره کول)). د عراق دواړه گاونډيان- سوريه او ايران د واشنگټن له خوا تورن شوي چې د عراق په امنيتي ستونزو کې ونډه لري. خو له دې سره جوخت له ايران او سوريې څخه دا غوښتنې هم مخ په ډېرېدو دي چې ددغه هيواد د امنيتي ټينگښت په هڅو کې مخامخ ورگډ شي. داسې برېښي چې ولسمشر بوش له دغسې يوه کار سره مخالفت لري. خو د ((عراق د څېړنې)) ډله ټينگار کوي چې سپارښتنې يې د يوې بشپړې تگلارې برخه جوړوي چې په مجموع کې بايد ومنل شي. په نوامبر کې د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري اعلان وکړ چې له سوريې سره بشپړ ډېپلمالتيک اړيکي له سره ټينگ شول:
((څو شېبې مخکې موږ د ٢٥ کلو له يوې بدمرغې وقفې وروسته د عراق او سوريې ترمنځ د بشپړو اړيکو د بيا ټينگېدو اعلاميه لاسليک کړه. هيله لرو چې دا له عملي اقداماتو سره ملگرې شي چې په دې ډول د پرله پسې تماس او ډيالوگ لپاره يو رسمي کانال ولرو)). خو د سيمې په بله برخه کې يو بل کړکېچ په راټوکېدو وو او د نړيوالې ټولنې ونډه تر پوښتنې لاندې راغله. اسراييلي جنگي الوتکو په جولاى کې د لبنان پلازمېنه بيروت او د هيواد د جنوب ځينې ښارگوټي د حزب الله د اورپکې ډلې د جنگياليو له خوا د خپلو عسکرو د تښتولو په غچ کې تر بريدونو لاندې ونيول. حزب الله له پولې هاخوا د اسراييلو پر شمالي سيمو د توغنديو په ويشتلو ځواب ورکړ. بمبارۍ او د توغنديو ويشتل تر دېرشو ورځو ډېر وغزېدل او په تېره بيا په لبنانۍ غاړه کې د ولسي وگړو د سر د زيان له ډېرېدو سره جوخت، اسلامي هيوادو پر امريکا او ملگرو ملتو له دې امله نيوه کې ډېرې کړې چې د بې ځنډه اوربند د کېدو غوښتنه يې ونه کړه. د لبنان پر قانا ښار بمبارۍ په تېره بيا په ټوله نړۍ کې سخته غوسه راوپاروله. په بيروت کې سلگونو قهرجنو اعتراض کوونکو دغلته د ملگرو ملتو پر ودانيو بريد وکړ: ((هېڅ څوک هم څه نه کوي. دوى يوازې د امريکا خبرو ته غوږ نيولى چې دا هرڅه د هغې له لاسه دي. يعنې داچې، کله کله اسراييل غواړي چې ووځي خو امريکا ورته وايي چې پاتې شه، ځمکه رالاندې کړه او نور خلک هم ووژنه. دا ټول قهر پر هم دې دى. ځکه چې د لبنان خلک تر پوزې رسېدلي دي. دوى تر پوزې رسېدلي دي. دا څه چې روان دي، دا يوه ټولوژنه ده)). امريکا چې د برتانيې ملاتړ ورسره و، هغه څه غوښتل چې "پايېدونکى اوربند" يې باله. تر اوونيو اوونيو خبرو وروسته، ملگري ملتونه دې هوکړې ته ورسېدل چې د لبنان جنوب ته نړيوال سوله ساتي ځواکونه واستوي چې ١٥٠٠٠ لبناني عسکر به هم ور سره يو ځاى کېږي. لبنان د کال په وروستيو کې يو ځلى بيا د وتلي مسيحي سياستوال او د کابينې د غړي، پيئر جمايئل د وژنې له امله په کړکېچ کېوت. د ويرجنو ډلې د هغه په تابوت پسې چې د بيروت په کوڅو کې گرځول کېده، روانې وې. ښاغلى جمايئل د سوريې ضد ټلوالې غړى و او متحدينو يې د هغه د مړينې پړه پر سوريې واچوله. سوريې هر ډول لاس درلودل رد کړل. د لبنان جنوب پلو، په فلسطني سيمو کې دا کال تر يوې لسيزې وروسته د فلسطين پارلمان ته په لومړنيو ټاکنو سره له هيلو ډک راپيل شو: لومړى (سړى): زه فکر کوم چې د فلسطين ولس د عربو په منځ کې تر ټولو آزاد ولس دى. تاسې آزاد ياست هرچاته مو چې زړه وي رايه ورکړئ. دويم (سړى): دا د آزادۍ ځلېدل دي. موږ بيخي خوښ يو. د لومړي ځل لپاره د حماس اورپکې ډلې هم خپل کسان په ټاکنو کې ودرول. خو د فتح پر واکمنې ډلې د هغې غوڅ بري نړیواله ټولنه هېښه کړه او ځينې فلسطينيان يې هم وبوږنول. د حماس په مشرۍ نوي حکومت د اسراييلو له رسمي پېژندنې او يا د تاوتريخوالي له ردولو نه ډډه وکړه. د لوېديځ غبرگون دا و چې خپلې مخامخ مرستې پرې بندې کړي. چې کال څومره تېرېده، هومره د فلسطين اداره ماتېده او ډېر وگړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخېدل. کله چې د فتح او حماس ډلو د پلويانو ترمنځ اخ وډب پېښ شو، ويل کېدل چې اقتصادي کړاو ددغې ترينگلتيا په جوړولو کې خپله ونډه درلودلې ده. په غزه کې د بي بي سي خبريال آلن جانسټن: (( فکر کوم چې همدا اوس ددې د راټوکېدو علت ژورېدونکې اقتصادي نهيلي ده. د اسراييلي دولت د شتوالي له منلو څخه د ډډې کولو په اړه د حماس تگلارې په تېره بيا د امريکا او اسراييلو له خوا د اقتصادي بنديزونو د لگولو سبب شوې چې بيخي ځپونکي دي او همدې سخته نهيلي رامنځ ته کړې ده. پوليسو، عسکرو، ملکي مامورينو او د کارکوونکو دې لوى لښکر ته دا شپږ مياشتې چا يوه تنگه تنخوا هم نده ورکړې او نهيلي د هرې ورځې او هرې اوونۍ په تېرېدو سره ډېرېږي. ځينو پوليسو د لارو د تړلو هڅې پيل کړي چې حماس وويل دا نو بيخي ناروا ده او د يکشنبې په ورځ يې په زور سره ځواب ورکړ)).
د پولې هاخوا په اسراييلو کې هم، سياسي بدلونونه پېښ شول. په جنورۍ کې د ها وخت پر لومړي وزير آريل شارون د مغزو بله حمله راغله او په بيړه روغتون ته ورسول شو: ((داسې برېښي چې د کاملې بېهوشۍ او بشپړې معاينې پرمهال د لومړي وزير د مغزو تر ټلويزيوني کتنې وروسته معلومه شوه چې دننه په مغزو کې يې وينه راوتلې ده او ځکه په بيړه د عملياتو ميز ته ورسول شو. اوس هغه تر عملياتو لاندې دی او ددې روغتون عصبي جراحان په دغه کار بوخت دي. دا هغه وروستي معلومات دي چې موږ يې لرو، موږ ټول هغه ته د روغتيا هيله کوو)). خوښاغلی شارون لاهم په کوما کې و. ايهود اولميرت سرپرست لومړی وزير وټاکل شو، چې څو مياشتې وروسته د عمومي ټاکنو به نتيجه کې يې څوکۍ پخه شوه. هغه ژمنه وکړه چې له لوېديځې غاړې نه به د ګام په ګام راوتلو پلان ته ادامه ورکړي. خو د هغه پرمشرتابه د لبنان د کړکېچ پرمهال چې په جولای کې پېښ شو، نيوه کې وشوې. د اسراييلو پوځ چې په نړۍ کې د خورا ښو سمبال پوځونو په ډله کې راځي، و نشوای کړی چې پر حزب الله غوڅ بری تر لاسه کړي. د احتياط يوه سرتېري خپل نظر داسې څرګند کړ: ((فکر کوو چې اسراييل د لاښه مشرتابه د درلودو وړ دي. فکر کوو چې اولمېرت، پېرېڅ (ددفاع وزير) او جنرال هالوتس (د پوځ مشر) بايد کورو ته ولاړ شي او استعفی وکړي)). اسراييلو پر خپلې بلې پولې، غزې ته د ننه وتلو دفاع وکړه او ويل يې چې ددې لپاره يې دا کار وکړ چې د هغه ځای اورپکي پرېنږدي چې پر اسراييلي ښارونو توغندي وولي. اسراييلي عسکرو د نوامبر په مياشت کې د سترو عملياتو په ترڅ کې چې ساری يې څو مياشتې نه و ليدل شوی، د بيت حانون په فلسطينی ښارګوټي کې يو جومات کلابند کړ. اسراييلو ويل چې دننه په ودانۍ او دغه راز بيرون د خلکو په منځ کې وسله وال اورپکي پټ شوي دي. نتيجه يې دا راوخته: سلګونه فلسطينۍ مېرمنې د يوې سيمه ييز راډيو له غوښتنې وروسته جومات ته ورټولې شوې. داسې برېښي چې اسراييلي عسکرو د هغوی پر لور ډزې وکړې او دوه مېرمنې پکې ووژل شوې.
په دابله اوونۍ يې د اسراييلو د توغندي په ډز١٨ ولسي وګړي په دغه ښار کې ووژل شول چې ګڼ شمېر کوچنيان هم په کې وو. اسراييلي چارواکو د توغندي د لګېدو پړه پر تخنيکي ستونزې واچوله. فلسطيني اورپکو يې ځواب له غزې تړانګې نه د اسراييلو پر جنوب د توغنديو په ويشتلو ورکړ. يوه مېرمن د سديروت په جنوبي ښار کې ووژل شوه، چې دا د ٢٠٠٥ کال له جولای راهيسې د فلسطينيانو د توغندي په ډزو لومړنی وژل شوی اسراييلی و. ((اوس موږ غواړو چې موافقه وساتو، خوندي يې کړو او هيڅوک پرېنږدو چې ماته يې کړي. ځکه چې زما په فکر ټولو فلسطيني ډلو، د حماس او اسلامي جهاد په ګډون، ټولو په اخلاص سره ويلي چې غواړي دا تړون ټينګ پاتې شي او ځانونه ورته ژمن بولي)). د حماس يو وياند حمد و. د فلسطيني جنګياليو او اسراييلي عسکرو ترمنځ تر څو مياشتني تاوتريخوالي او اخ و ډب وروسته، د اوربند اعلان وشو. د ٢٠٠٦ کال په ډېره برخه کې داسې برېښېده چې د فلسطین او اسراييلو د کړکېچ د پايته رسولو لپاره نړيوالې هڅې له ځنډ سره مخامخ شوي، يا لږ تر لږه ځينې څېړونکي پر دې باور دي.
خو وروسته بيا د يوې تلپاتې سولې پر ارزښت د برتانيې د لومړي وزير ټوني بلير له خوا وزر واچول شو. هغه ټينګار وکړچې د منځني ختيځ د ستونزو د سپړلو کيلي د اسراييلو او فلسطين کړکېچ ته د حل په موندلو کې ده: ((دا هغه څه دي چې زه يې د ټول منځني ختيځ ستراتيژي بولم. په دې برخه کې يوه اساسي تېروتنه داده چې دا ګوندې د سوريې او ايران په وړاندې د تګلارې د بدلون خبره ده. لومړی، خو دغه دواړه هيوادونه سره ورته ګټې نه لري. خو په هرحال، دا هغه ځای نه دی چې موږ به ترې پيل کوو. ددې پرخلاف، موږ بايد له اسراييلو او فلسطين څخه پيل وکړو. دا بنسټيز ټکی دی)). ښاغلي بلير وويل چې د عراق د ستونزې د ځواب ډېره برخه پخپله په عراق کې نه، بلکې له هغه نه بهر ده. خو ولسمشر بوش خپل ځان له دې وړانديز نه چې د هغه حکومت بايد له سوريې او ايران سره پر مخامخ خبرو غور وکړي، په څنګ کړ. ښاغلي بوش ايران نړيوالې سولې ته ګواښ وباله او له تهران سره يې د يوې بلې مهمې موضوع په اړه د غږېدو دريځ يو ځل بيا راغبرګ کړ: ((که ايرانيان له موږ سره خبرې غواړي، موږ ورته د سيخېدو لار ښودلې ده او هغه داده چې په باوري ډول د (يورانيمو) د بډايولو هڅې ودروي. موږ دا وړانديز څه موده دمخه کړی و.
د اټوم لور ته د ایران هڅې د ٢٠٠٦ کال په اوږدو کې د پام په مرکز کې وې. په ملګرو ملتو کې د امريکا د هغه مهال سفير جان بولټن دا مساله په دې ډول وړاندې کړه: ((د ايران د اټومي وسلو مساله د ملګرو ملتو د امنيت شورا لپاره يو آزموينه ده. د امنيت شورا دا وړتيا چې څه ډول د ايران په لاس کې د موجودې اټومي وسلې د خپرېدو مخه ونيسي، موږ ته خورا ارزښت لري چې ټينګ نظر پرې وساتو او همدا علت دی چې ولسمشر بيا بيا ويلي چې يو امکان هم له پامه نه دی غورځول شوی)). په نوامبر کې د ملګرو ملتو اټومي ټولنې – آی ای اي ای، خبر ورکړ چې لاهم ددې ټکي په اثبات بريالۍ شوې نده چې د ايران اټومي پروګرام د سوله ييزو مقصدونو لپاره دی. اټومي ټولنې وويل چې تهران د بنديزونو له خطر سره سره هم د يورانيمو پخولو ته دوام ورکړی دی. د شمالي کوريا اټومي پروګرام هم، هغه مهال ټول هېښ کړل چې پيونګ يانګ په اکټوبر کې د يوې اټومي وسيلې د ازمويلو اعلان وکړ: ((له ولولو نه پر دې ډکې ورځ چې د هيواد ټول ولس د پياوړې سوسيالستي ټولنې د جوړولو پر لور ستر ګامونه پورته کوي، د کوريا د ولسي ډيموراتيک جمهوريت د علمی پلټنو برخې د٢٠٠٦کال د اکټوبر پر نهمه په بري سره تر ځمکې لاندې اټومي آزموينه په خوندي ډول ترسره کړه)). د نړيوالو له خوا د ازموينې دا ادعا په چټکۍ سره وغندل شوه. د ملګرو ملتو امنيت شورا د مالي او سوداګريزو بنديزونو د لګولو پر وړانديز د غور لپاره غونډه وکړه. چين چې د پيونګ يانګ دوديز ملګری دی، وويل چې د ملګرو ملتو بنديزونه نه ردوي، خو پوځي عمليات ((له تصور نه وتلي)) بولي. يوازې ايران د شمالي کوريا ننګه وکړه. ((په خبرو کې د ګډون هيله تل وه خو کوم ټاکلی مهال ورته نشته. خو دا د ګډون څرنګوالی دی چې د بدلون راتګ به ټاکی او رامنځ ته کوي به يې)). د سوماليا پرمختياوو هم په لوېديځ کې د هېښتيا زنګونه و کړنګول. تر څو چې سپټمبر کېده، نو هغې ډلې چې ځان ته ((د اسلامي محکمو اتحاد)) وايي، د پلازمېنې – موګه ديشو په ګډون د هيواد ډېره برخه په خپله ولکه کې راوسته. اسلامپالو د جنګسالارانو له ملېشې نه واک تر لاسه کړ او هدف يې د اسلامي شريعت پلي کول او په لارو کوڅو کې د جګړو پايته رسول اعلان کړل. په داسې حال کې چې دغه غورځنګ له جګړې ستړو وګړو په منځ کې ملاتړي وموندل، په لوېديځو هيوادو کې دا اندېښنه راپورته شوه چې ښايي سوماليا د اسلامي اورپکو به خوندي ځاله واوړي. له دې سره جوخت، د هيواد منځمهالي حکومت ونشوای کړی چې د خپل واک لمن د بايودا له ښارګوټي نه بهر وغځوي. ----- د افريقا په بله برخه کې، تر ډېرې مودې وروسته، ددې لويې وچې تر ټولو مهمې ټاکنې د کانګو په ډيموکراټيک جمهوريت کې ترسره شوې. ((ددې ټاکنو پيل پخپله يوه لويه ننګونه وه. دا د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د ملګرو ملتو لپاره په تاريخ کې تر ټولو ګران بيه ټاکنې وې. او دا په ٤١کلونو کې په کانګو کې لومړنۍ نسبتاً آزادې او عادلانه ټاکنې دي)). د ټاکنو لومړی پړاو به جون کې وشو او هغه مهال برحال ولسمشر جوزف کابيلا په سلو کې د پنځوس رايو له ګټلو نه چې د بري لپاره ضروري وې، لږ وروسته پاتې شو. دويم ځل ټاکنې چې سيالۍ ته په کې د منځمهالی پړاو مرستيال ولسمشر ژان پيئر بيمبا ولاړ و، د اکټوبر په پای کې وشوې. يوه اوونۍ وروسته صحنې دا بڼه درلوده: د کنشاسا په کوڅو کې هغه مهال نښتې پيل شوې چې د دوو سيالو کانديدانو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا زور واخيسته. د ټاکنو تر لومړي پړاو وروسته هم نښتې شوې وې چې په کې له دواړو خواوو نه لسګونه سرتيري وژل شوي وو. ژان پيئر بيمبا ويلي و چې وروستۍ نتيجه د ولس د رايې اصلي څرګندويي نه کوي.
((په خواشينۍ سره خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته وايم چې نشم کولی دا نتيجې ومنم چې د رايو په صندوقو کې له واقعيت سره سمون نه لري. ما ژمنه کړې چې د ټولو قانوني لارو چارو په کارولو سره دا خبره پخه کړم چې د ولس ارادې ته درناوی وشي)). خو نورو چارې په خپلو لاسو کې واخیستې. په داسې حال کې چې په کنشاسا کې د ښاغلي بيمبا پر قانوني دعوې غور روان و، پلويانو يې د سترې محکمې د ودانۍ يوه برخه وسېځله. ښاغلي بيمبا په پای کې خپله ماتې ومنله او ژمنه يې وکړه چې د مخالفينو د مشر په توګه کار وکړي. د کال په لومړيو کې د آسيا سياسي حالات هم د نا روښانتيا په وريځو کې پټ شوي وو. په تايلند کې زرګونه تنه د اپريل له ټولټاکنو وړاندې د حکومت خلاف په اعتراض راووتل. دوی غوښتنه کوله چې لومړی وزير تاکسين شيناواترا دې د فساد د تورونو له امله له څوکۍ نه کوز شي او ژمنه يې وکړه چې دې ته کار ته د هغه د اړ ايستلو تر مهاله به خپل اعتراض جاري وساتي. ښاغلي تاکسين ټينګار کاوه چې هېڅ وران کار يې نه دی کړی. هغه خپلو پلويانو ته وويل چې په ډيموکراټيک ډول د غوره شوي مشر په توګه به داسمه نه وي چې په زوره د څوکۍ پرېښودو ته اړ کړی شي:
((زما استعفی به دې اعتراضونو ته مناسب ځواب نه وي. که زه استعفی وکړم، مانا داچې ډيموکراسي هېڅ مانا نه لري. په دې سره به داسې يو اصل رامنځ ته شي چې هر لومړی وزير به، چې کله څو تنه د اعتراض لپاره راټول شي، اړ کېږي چې استعفی وکړي)). کله چې رايې واچول شوې ښاغلي تاکسين په سلو کې ٥٧ وګټلې، خو ميليونو تايلنديانو داعتراض رايې ورکړې او مخالفينو په کې ګډون ونه کړ. ټاکنې د اساسي قانون د محکمې له خوا باطلې اعلان شوې او د کال په وروستيو کې د نورو ټاکنو لپاره نېټه وټاکل شوه. حالات ترينګلي پاتې وو او د سپټمبر پر ١٩ يوه ټلويزيوني کانال چې د پوځ په لاس کې و، خپرونې پيل کړې . د بی بی سي نړيوالې خپرونې، سي اېن اېن او نورې نړيوالې خپرنيزې وسيلې له خپرېدو څخه راوګرځول شوې. ملي ټلويزيون اعلان وکړ چې پوځيانو بنګکاک په خپله ولکه کې واخيست چې «نظم او قانون ټينګ شي» او له پاچا سره يې خپله وفاداري اعلان کړه. لومړی وزير په نيويارک کې د ملګرو ملتو په غونډو کې و. د هغه مرستيال، سورا کيارت ساتيراتای بي بي سي ته وويل چې کودتا شوې ده: ((نن سهار موږ ته خبر راکړ شو چې يو شمېر پوځي وګړو په کودتا لاس پورې کړی چې په قانوني ډول ټاکل شوی حکومت رانسکور کړي. هغوی ټانکونه واستول چې حکومتي مقر کلابند کړي او يو شمېر ټلويزيوني شبکې يې تر ولکې لاندې راوستې دي. له دې امله لومړي وزير وپتېيله چې سخت بيړه نی حالت اعلان کړي)). د تايلند جنرالانو د پوځ يو مخکنی متقاعد مشر، سورايود چولانونت د هيواد د نوي لومړي وزير په توګه وټاکه. هغه ته د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د کودتا مشر د خپلې دندې لوړه ورکړه. پوځيانو دغه راز د يوه لنډمهالي اساسي قانون اعلان وکړ چې پر بنسټ به يې دوی تر ټاکنو پورې چې د ٢٠٠٧ کال په اکټوبر کې يې ژمنه شوې ده، خورا ډېر واکونه تر لاسه کوي. ولسي نارضايتيو په اپرېل کې د هماليا د څنډو پاچايي هيواد- نيپال کې بدلونونه رامنځ ته کړل. پراخې مظاهرې چې د اوو مخالفو ګوندونود يوې ټلوالې له خوا رابلل شوې وې، د څو اوونيو تر تېرېدو رووسته نورې هم پراخې شوې. ګوزاریزو پوليسو په پلازمنېه – کټماندو کې هغه مهال سړکونه په اغزنو سيمانو بند کړل چې لسګونو زرو مظاهره کوونکو د پاچا ګيانندرا خلاف شعارونه ورکړل. پر ګرځېدو راګرځېدو داسې بنديز ولګول شو چې سرغړونکي يې ځای پرځای ويشتل کېدلی شول. په کتماندو کې د مدني ټولنې مشر، اېس اېم وېسېډ ګواښنه وکړه چې که پاچا ګيانندرا د هغوی غوښتنې ونه مني، نو دوی يې د پاچا په توګه نه غواړي. پاچا ګیانندرا د ٢٠٠٥ کال په فبرورۍ کې د چارو ولکه مخامخ په خپل لاس کې واخيسته او ويل يې چې حکومت ونشوای کړی چې ماووييستان مات کړي: ((موږ د مطلقې ولسواکۍ غوښتنه لرو چې هېڅکله يې څوک رانه وانه خيستلی شي، لکه هسې چې تر اوسه بيا بيا اخيستل شوې ده. موږ دا ډول ډيموکراسي نه غواړو او که پاچا موږ نه پرېږدي چې ولسواکي ولرو، نو بيا موږ بيخي پاچا نه غواړو. پرېږده چې پاچا زموږ پرې دې ګواښ وپوهېږي)). له اوونيو اوونيو مخامختيا وروسته پاچا اړ شو چې له مخامخ واکمنۍ نه لاس پر سر شي. له نوي غوره شوي ګڼ ګونديز حکومت سره خبرې پيل شوې. د نوامبر په نيمايی کې د حکومت او ماووييستو ياغيانو ترمنځ يوه تاريخي تړون په رسمي ډول د لسو کلو د باغي پاڅون پای اعلان کړ چې د زرګونو تنو ژوند يې ترې اخيستی دی. وټاکل شوه چې ياغيان حکومت ته راشي او د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې يې له بې وسلې کېدو سره موافقه وکړه: ((زه په موقتي ډول د کيوبا د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د لومړي منشي په توګه خپل واکونه د مرکزي کميټې دويم منشي، ملګري راول کاسترو روز ته ليږدوم)). په کيوبا کې هم داسې برېښېده چې ښايي ډراماتيک بدلونونه راروان وی. د کيوبا مشر فيدل کاسترو په يوه وينا کې چې د هغه د منشي له خوا ولوستل شوه، اعلان وکړ چې تر بيړه يو عملياتو وروسته واک په موقتي ډول خپل ورور راول ته لېږدوي. دا له کله نه چې په ١٩٥٩ کال کې کاسترو واک تر لاسه کړ، لومړی ځل و چې کومه برخه يې بل چاته وسپاري. او په ډسمبر کې د کيوبا مشر د خپلې اتيا کلنۍ په نمانځنو کې چې لا له مخکې نه د آګست له مياشتې نه راځنډول شوې وې، راښکاره نه شو. دا د هغه ورو راول و چې د کيوبا د انقلاب د پنځوسمې کاليزې په پرېټ کې يې د احترام مراتب ومنل. ) ((دا به د ټولې وينيزويلا لپاره يوه ښکلې او له خوښيو ډکه ورځ وي. موږ ځو چې خپل ولسمشر بري ته ورسوو او يو ځلې بيا يې وټاکو)). او بې له شکه هم د وينيزويلا کيڼ لاسی مشر، هوګو چاوېز له سره وټاکل شو. دا په مرکزي او جنوبي امريکا کې د ټاکنو کال و. بوليويا او هاندوراس د ٢٠٠٥ کال په وروستيو کې ټاکنې تېرې کړې وې، خو په ٢٠٠٦ کال کې ددې سيمې په لسو نورو هيوادو کې ټاکنې وشوې. يوه هغه موضوع چې واشنګټن پرې ټينګ نظر ساتلی و دا وه چې آيا د کيڼ لاسو حکومتونو خواته روان ميلان به ادامه ومومي او که څنګه. خو په دې ترڅ کې يو مختلط انځور رامنځ ته شو. د ساري په توګه، په مکسيکو کې محافظه کار ولسمشر الوارو اورېبې په ښه اکثريت سره رايې وګټلې. څېړونکو وويل چې دا د کيڼ يا ښي لاس وده نه، بلکه د پاپوليزم غوړېدل دي: د مې به مياشت کې د کډوالۍ موضوع په امريکا کې مرکزي ځای ونيوه.
له واشنګټن نه تر لاس انجلس او مايامي پورې خلک راووتل چې د هغو نژدې يوولس نيم ميليونو ناقانونه کډوالو اقتصادي ګټې او ارزښت په ډاګه کړي چې په امريکا کې ژوند او کار کوي. د مکسيکو، مرکزي امريکا د هيوادو او کولمبيا د بهرنيو چارو وزيران واشنګټن ته ولاړل چې په کډوالۍ کې د داسې اصلاحاتو غوښتنه وکړی چې د بهرنيو بې اسنادو کارګرانو حقونه خوندي کړي. په دې وړانديزونو سره د امريکا کانګرس او آن د ولسمشر بوش د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند غړي سره وويشل شول. د کال په وروستيو کې ولسمشر بوش هغه لايحه توشيح کړه چې د امريکا – مکسيکو د زر کيلومتره پولې په اوږدو کې د ديوال د جوړولو په اړه وه: ((نن، ښه دی که بد، خو موږ لکه هسې چې نيکونه مو اوسېدل، په جلا مدنيت کې نه اوسېږو. موږ له هر بل وخت نه لکه نوک او اورۍ سره نژدې شوي يو او له هرې خوا راباندې د خورا بېلو بېلو اغېزو او نظريو باران دی. د نورو بد ګڼل ښه لاره نده راختلې، په داسې حال کې چې په خپل ګرېوان کې سر کوزول موږ هر يوه ته ګټه رسولی شي)). تېر نوامبر په استانبول کې د ديوالونو د پورته کولو بحث نه و، بلکي خبره د پلونو د جوړولو وه. د ملګرو ملتو سرمنشي هغې غونډې ته وينا کوله چې د «تمدن ټلوالې» په نامه ډلې د رپوټ د خپرېدو په وياړ راټوله شوې وه. شلو مخورو نړيوالو څېرو د داسې بيړه نيو هڅو غوښتنه وکړه چې د مسلمانانو او لوېديځ ترمنځ د زياتېدونکي واټن غم وخوري. د دوی استدلال دا و چې د اختلاف اصلي لامل مذهب، تاريخ يا کلتور نه، چې سياست دی. دا چې دا بېلتون څومره يوې حساسې پوړۍ ته رسېدلی له هغو پېښو ښه جوتېده چې د کال په لومړيو کې وشوې..... په افغانستان، اځران، ترکيه، اندونيزيا، ليبيا، پاکستان او نورو ځايونو کې تر هغه وروسته ترخه اعتراضونه راپورته شول چې يوې ډنمارکۍ ورڅپاڼې د اسلام د پيغمبر کارتونونه خپاره کړل چې ځينو مسلمانانو سپکوونکي وبلل. له دغو دولسو کارتونو څخه په يوه کې انځور شوی کس داسې ښودل شوی چې د بم په څېر لنګۍ يې پرسر ده چې باتۍ يې هم بلېږی.
په ټوليز ډول تر ٦٠ ډېر مظاهره کوونکي ووژل شول او يو شمېر اروپايي سفارتونه تر بريد لاندې راغلل. ځينو اسلامي هيوادو د ډنمارکي مالونو له پېرلو سره شلون وکړ. ((له بده مرغه کوم اقتباس چې په پيل کې شوی و، هغه سم درک شوی نه دی. ما غوښتل روښانه کړم چې دا مذهب او تاوتريخوالی نه ، بلکه مذهب او تعقل دی چې يو د بل ملګرتيا کوي)). تاوتريخوالی په سپټمبر کې يو ځلې بيا هغه مهال راپورته شو چې پاپ ١٦ بينيدېکت، په جرمني کې د يوه لکچر پرمهال ظاهراً اسلام له تاوترخوالي سره تړلی وباله. څو مياشتې وروسته لاهم، هغه مهال چې ده ترکيې ته د سفر ملا تړله، غوسه لاهم پر خپل حال پاتې وه. دا يوه عمدتاً اسلامي هيواد ته دده لومړنی ورتګ و. دا سفر په لومړي سر کې د واتيکان له خوا له ارتدوکسې کليسا سره د اړيکو د ښه کولو لپاره په پام کې نيول شوی و، خو پاپ بينيدېکت دا هيله هم وښوده چې هغه به د مسيحيانو او مسلمانانو ترمنځ هم د بيا پخلاينې او ډيالوګ يو امکان وګرځي. د استانبول په کوڅو کې خلکو ګډ غبرګون درلود: نارينه – ترکي: «موږ پاپ نه غواړو...». نارينه- ترکي: «هغه پوهېده چې په هغې وينا سره څومره په خطا تللی و او هغه ثابته کړه چې اوس دلته د خپل سفر په پای کې يې هرڅه سم شوي دي». نارينه – ترکي: «دا د مسلمانانو لپاره ښه ده چې پاپ ترکيې ته راغلی دی. دا سفر د دوو مذهبونو ترمنځ يو پل دی او دا سفر نورو ټولو مذهبونو ته زموږ درناوی ښيي». د جون له نهمې نه د جولای تر نهمې پورې نړۍ د سپورت له لارې سره يو موټی شوې وه. د فوټبال مينه وال د جرمني پر لور چې د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو کوربه و، ور مات شوي وو. ٣٢ لوبډلو يو له بل سره منګولې ووهلې چې وروستی جام له ځانه سره کور ته يوسي. په پای کې دا ايټاليا وه چې بري ته ورسېده او فرانسه يې په پينالتي شوټونو کې ماته کړه. يو بله پېښه هم، چې ډېره يې لار څارل کېده، وشوه: داځل د آسټراليايۍ پاپ سندرغاړې کايلي مانوګ د مينه والو وار و: د سينې د سرطان تر درملنې وروسته دا ٣٨ کلنه سندرغاړې د سيدني پر يوه سټېژ له سره راښکاره شوه چې د خپل نوي هنري سفر پيل اعلان کړي. په همدې خوشحالوونکې يادونې به ٢٠٠٦ کال بشپړ کړو. همدا چې کال د پای خواته نژدې کېده، روحيه داسې وه چې له نورو خواوو هم مخې خواته نظر واچوو: په عراق کې د امريکا د تګلارې بدلون چې له څه مودې يې خبرې روانې دي او په نړۍ کې د دوو چټکو پراخېدونکو اقتصادي ځواکونو – چين او هند اغېز. يوازې همدا دوه موضوعګانې دي چې ښايي په راتلونکي کال کې پرې تر ټولو ډېر پام راټول پاتې شي. | ورسره تړلي نور خبرونه په کابل کې د وروستيو مظاهرو انځوريز رپوټ12 فبروري, 2006 | خبرونه د پيغمبر د کارتون پرضد په افغانستان کې مظاهرې و شوي05 فبروري, 2006 | خبرونه پر لبنان د اسرائيلو تازه بريدونه20 جولاى, 2006 | خبرونه دشارون په روغنيا کې خاص بدلون نه دى راغلى 08 جنوري, 2006 | خبرونه يو کال د عرب او اسراييل په بحران کې08 جون, 2005 | خبرونه د عراق حکومت د امريکا لپاره سرخوږى دى20 فبروري, 2006 | خبرونه عراقي سياست کې يو تر ټولو ستونزمنه پوښتنه 12 دسمبر, 2006 | خبرونه انځوريز رپورټ: صدام حسين په محکمه کې05 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||