BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:47 گرينويچ 2006 ,20 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پر لبنان د اسرائيلو تازه بريدونه
د اسرائيل بريدونه پر لبنان
د پنجشنبې سهار راهېسې اسرائيلو په لبنان کې ٨٠ بريدونه کړي دي
په جنوبي لبنان کې د اسرائيلو د ځمکني ځواکونو او د حزب الله د اورپکو ترمنځ تازه نښتې پيل شوي دي او پر لبنان د اسرائيلو هوايي بريدونه هم دوام لري.

د پنجشنبې د سهار راهېسې اسرائيلو په لبنان کې ٨٠ بريدونه کړي دي. د اسرائيلو د پوځ يوى وياندۍ وويل چې لږ تر لږه په يوه پيښه کې حزب الله د اسرائيل په يوۀ ټانک د ماين بريد کړى او دوه اسرائيلي پوځيان ټپيان شوي دي.

اسرائيل وايي د دوى جنگي الوتکو تيره شپه په جنوبي لبنان کې د حزب ا لله په يو پناه ځاى بريد وکړ چې د دوى په گمان د حزب الله لوړ پوړو اورپکو ترې کار اخيست خو حزب الله وايي د دوى مشرانو ته هيڅ زيان نه دى رسيدلى.

پرون حزب الله پر اسرائيلو ١٥٠ توغندي ويشتلي وو چې دوه کوچنيان يې ووژل خو د ډيري مرگ ژوبلې ترڅنگ د اوربند امکانات نه ښکاري.

د لبنان لپاره د ملگرو ملتونو يوۀ چارواکي ويلي دي چې بشرې وضع خرابيږي او د بيړنيو مرستو چارواکو وويل چې نه حزب الله او نه اسرائيل د ملکي خلکو کړاوونو ته پام کوي.

بل خوا له لبنان څخه د بهرنيانو د وتلو بهير روان دى.

په کور دننه ملکي خلک د هغو سيمو څخه تښتي چې د اسرائيلو د بريدونو د خطر سره مخامخ دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت