BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2006 ,19 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په اسرايلي بريدونو کې ٤٠ کسان وژل شوى
د اسرايلي پوځ ټانک
داسرايلو پوځ
په اسرايلي بريدونو کې ٤٠ کسان وژل شوى

اسراييلو په ټول لبنان کې خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړى دى، او په وروستېو بريدونو کې له څلويښتو زيات کسان وژل شوي دي. د هوايي بريدونو سره په خوا کې اسراييلو د حزب الله پر ضد چريکي جگړه هم پيل کړې ده.

ځيني راپورونه د وژل شوو شمېره ډيره لوړه ښي.په بيروت کې د مسيحانو يو ولسوالۍ په لومړي ځل د اسرايلود بريد لاندې راغلې ده.اسراييلي ځواکونه د جنوبي لبنان ېوې سيمې ته ننتوي دي،

د اسرايلو د پوځ ېوې وياندې ويلي دي سره ددې چې د حزب الله توغندي اوس هم اسرايلو ته رسيږي دوي د ې ډلې ته زيات تاوان اړولى دى

خو بل لور ته نن يو ځل بيا د حزب الله له لوري شپږ توغول شوي توغندي د اسرايلو دحيفا په ښارلگيدلي دي

مرستندويه ادارو ويلي له نيم ميلون څخه د زياتو بې ځايه شوو خلکو په اړه اندېښمن دي ، دې کسانوخپل کورونه پرېښې دي او د لبنان دنننه ېې پناه اخيستې ده. د نړيوال سرۀ صليب يو جيگپوړى چارواکى احمد جيزو وايي خلک خواړه اونورو بېړنېو مرستو ته اړتيا لري، پکار ده چې د بشري مرستو رسولو لپاره اوربند وشي
په داسې حال کې چې د منځني ختيځ د روان کړکيچ د هواري لپاره د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تگلارېم مشر هاويرسولانا د اسراييلو د بهرنېو چارو وزېرسره ليدلي دي په بيت المقدس کې د بي بي سي يو خبريال وايي دا مهال اسراييل ديپلوماسۍ ته هيڅ ليوالتيا نه ښي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت