|
دشارون په روغنيا کې خاص بدلون نه دى راغلى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ښاغلى شارون د چارشنبې د ورځې لويې د ماغي سکتې نه راپديخوا د بيت المقدس په يو روغتون کې بې هوښه دى. زمونږ خبريال جيمز شاه د حديثه روغتون څخه دا راپور راکوي . د اريل شارون د وضعې خرابى ددې څخه معلوميږي چې داکټران يې هره ورځ دماغي معاينه کوي. دا معاينه ځينې وخت ډېر زر او په پرله پسې توگه وي په داسې حال کې چې د نوموړي وروستۍ د ماغي معاينه روانه ده د ښاغلي شارون طبي ډله په دې فکر کوي چې بل گام به يې څه وي. دهغه په ډاکټرانو زيلت فشار دى . داکټران چې اوس هر ه پرېکړه کوي په اړه به يې پوښتنه کيږي او څيړل کيږي به. دغه راز د اسراييلو د کابينې غونډه هم روانه ده ، د فلسطين د ټاکنو په څير سختې مسلې تر نامعلومه له غور او پريکړې پرته نه شي پرېښودل کيدى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||