|
چارواکي : بدخشان کې کوکنار ډير کرل کيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بدخشان والي منشي عبدالمجيد خبر وركړ چې په دغه ولايت كې د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو لپاره بشپړې اسانتياوې په واك كې نه لري . ده له هغو دولتي او نادولتي څانګو څخه چې له افغان دولت سره د نشيي توكو د له منځه وړلو په برخه كې مرسته كوي وغوښتل چې د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو لپاره دغه ولايت ته ژر تر ژره مرستې ورسوي . والي د هغو مرستو غوښتنه كوي چې د بديل معيشت په توګه د كوكنارو له كروندګرو سره يې افغان دولت او نړيوالې ټولنې ژمنه كړې ده . ده بي بي سي ته وويل چې په دغه ولايت كې د نشيي توكو د توليد ، قاچاق او كاروبار د مخنيوي لپاره ژمنه شوې مرستې نه دي ورسيدلي . ښاغلي مجيد وويل كه د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو په موخه له زور څخه كار واخلي ، د نشيي توكو قاچاق كونكو ته به پلمه په لاس ورشي او د ده په وينا د كروندګرو او پوليسو ترمنځ به د تاوتريخوالي د رامنځته كېدو لامل ورګرځي . بدخشان چې په بشپړ ډول يو غرنى ولايت دى ، د دولتي ځواكونو ولكه پر هغو سيمو ډيره كمه ده چې په دغه ولايت كې د كوكنارو د توليد اصلي ځايونه بلل كيږي . والي منشي عبدالمجيد وويل چې د بدخشان ولايت د جرم ، ارګو ، كشم ، شهدا او په يو شمير نورو ولسواليو كې تر هر ځاى زيات كوكنار كرل شوي دي او په همدې سيمو كې يې توليد د ده په وينا پر هيروينو اړول كيږي . پوليسو بيا بيا ويلي دي چې په بدخشان كې يې د هيروينو د توليد په لسګونو فابريكې له منځه وړي دي او هغه ځايونه يې په نښه كړي دي چې ترياك پر هيروينو اړوي . خو والي منشي عبدالمجيد وويل چې لا هم په دغه ولايت كې د نشيي توكو قاچاق كونكي د هيروينو د توليد كارخانې له يو ځاى څخه بل ځاى ته ليږدوي او په ګرځنده ډول فعاليت كوي . ده وويل له دې سره سره چې د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو پر وخت د نشيي توكو د قاچاق كونكو له خوا د وسله وال غبرګون اټكل كوي خو چا ته به اجازه ور نه كړي چې د ده په وينا بدخشان د نشيي توكو د توليد د يو لوى مركز په توګه پاتې شي . دغه ولايت له منځنۍ اسيا سره پوله لري او چارواكي وايي چې د نشيي توكو قاچاق كوونكي په كې ډير فعال دي . | ورسره تړلي نور خبرونه طالبانو د کوکنارو پر اړونکو بريد کړى دى10 مارچ, 2006 | خبرونه د بلخ په ولايت کې چارواکي کوکنار اړوي07 دسمبر, 2005 | خبرونه د بلخ والي : په هيڅ شرط کوکنار نه پريږدو09 نومبر, 2005 | خبرونه کرزى : د کوکناروکر قانون او اقتصاد دواړه کمزوري کوي 31 اکتوبر, 2005 | خبرونه کابل د اپينو د قانوني کولو وړانديز رد کړ26 سپتمبر, 2005 | خبرونه بلخ کې د نشيي توکو پر ضد عمليات07 اگست, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||