|
د بلخ والي : په هيڅ شرط کوکنار نه پريږدو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بلخ والي عطا محمد نور ددغه ولايت ولسوالانو او امنېې قوماندانانو ته په كلكه و ويل چې په راروان كال كې د كوكنار و د كښت مخه ونيسي . بلخ د افغانستان د هغو ولايتونو په کتار كې راځي چې په تېرو درې كلونو كې تر ګردو زيات نشيي توكي په كې توليديږي . د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې د وزارت چارواكو منلې ده چې تېر كال په بلخ ولايت كې د نشيي توكو توليد درې برابره زيات شوى وو . د بلخ والي وويل د هيڅ كروندګر ستونزه به په پام كې ونه نيسي . له كوم شرط پرته به په راروان كال كې د كوكنارو د كر مخه نيسي . عطا محمد نور د غوڼدې برخه والو ( د بلخ ولايت ولسوالانو او د پوليسو مشرانو ) ته په كلكه وويل چې كه د كوكنار د كښت په مخنيوي كې پاتې راغلل نو درنه سزا به وركړي . د بلخ والي ددغه ولايت د ولسواليو امنيتي او اداري چارواكو ته وويل . (( د هر چا كاري او تر ولكې لاندې سيمو په حدودو كې كه كوكنار وكرل شول او دا شنه كيږي او په ځانګړي توګه ترې توليد واخيستل شي .نه يوازې به له دندې څخه د هغه كس د ګوښه كولو لامل وګرځي بلكې سزا او قانون ته يې د سپارلو لپاره به هم د څارنوالانو له قانوني چلند سره مخامخ شي )) . د بلخ ولايت په تېرو درې كلونو كې د كوكنارو د سترو توليدونكو هغو څخه ګڼل شوى دى . د نشي توكو په وړاندې د مبارزې افغان چارواكي وايي چې له بلخ وروسته هلمند او ننګرهار داسې ولايتونه دي چې تېر كال د نشيي توكو د توليد كچه په كې درې برابره زياته شوې وه . د بلخ والي په والي باندې په دغه ولايت كې د ترياكو د توليد د زياتوالي له كبله نيوکي شوي دي . خو د بلخ والي وويل چې په دې ولايت كې تېر كال د نشيي توكو د توليد كچه هومره نه وه څومره چې يې ملګري ملتونه او د افغانستان د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت يادونه كوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||