|
طالبانو د کوکنارو پر اړونکو بريد کړى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پوليسو پر هغه ټولگي چې د افغانستان په هلمند ولايت کې د کوکنارو په اړولو بوخت وو،د طالبانو له خوا بريد شوى او په ترڅ کې يې مرگ ژوبله شوې ده . بريد د ډيورنډ کرښې ته نژدې په دېشو ولسوالۍ کې تېره نيمه شپه ( ١٨ کب د مارچ ٩ ) وشو چې پړه يې طالبانو پر غاړه اخيستې ده. تر دې پېښې وروسته نن په سيمه کې د کوکنارو د اړولو چاره چې له څو ورځو راهيسې د سلگونو پوليسو او امنيتي کارکوونکو په ساتنې روانه وه، په ټپه ودرېده. ځايي خلکو ويل جگړه هغه وخت پيل شوه چې سرتيرو د کوکنارو اړولو ته مټي رانغښتې خو تر څه کولو وړاندې طالبانو پرې يدغل وکړ . ځايي چارواکي وايي په دغه بريد کې د دوى درې سرتيري ټپيان شوي دي . د مولوي قاسم په نامۀ يو کس چې وايي په دغې نښتې کې يې د طالب ټوپکوالو قومانده په لاس کې وه ادعا کوي چې دوه افغان سرتيري يې وژلي دي . مولوى قاسم له خپله اړخه د يوۀ ټوپک وال طالب د وژنې او د دوو د ټپي کيدو يادونه کوي او زياتوي چې له سرتيرو يې يو گادى او ځينې وسلې نيولې دي . د تيرې شپې له جگړې وروسته اوس په سيمه کې کراري ده . د يادونې وړ ده چې په روان کال کې هلمند ته نژدې په کندهار ولايت کې افغان چارواکو شاوخوا ١٢ زره جريبه مځکه اړولې ده خو چا ورسره مقاومت نه دى . د هلمند په ديشو ولسوالۍ کې دغه بريد د ځايي چارواکو په وينا يو وار بيا هغه ثبوت وړاندي کوي چې وسله وال طالبان او القاعده د کوکنارو له کرکيلې مخامخ گټه اخلي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||