|
د مزار شريف ملايانو د عيسوي افغان اعدام وغوښت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په بلخ ولايت كې د عبدالرحمان نومي افغان مسيحي د اعدامولو غو ښتنه د سلګونو كسانو د لاريون په ترڅ كې وشوه . دغو خلكو ولسمشر كرزى پړ وباله چې د نړيوال فشار له كبله د مسيحي شوي افغان په خوشې كولو سره د افغانستان د اساسي قانون د ماتولو هڅه كوي . لاريون كونكو د امريكا ضد نارې وهلې او ټينګار يې دا وو چې په دغه سړي چې مسحيت ته اوښتى دى اسلامي قانون پلى شي . د لاريون كونكو شمير چې له زر تنو څخه زيات وښودل شو د عبدالرحمان نومي افغان مسيحي د محكمې د بې پرې بهير او اعدام غو ښتنه كوله . دا په افغانستان كې له اسلام څخه مسحيت ته د ور اوښتي افغان د محكمې په برخه كې د خلكو لومړنى دا ډول غبرګون دى. له دې وړاندې په جوماتونو كې د جمعې د لمانځه پر مهال د هيواد په ګوډ ګوډ كې ديني علماو له افغان دولت څخه غوښتي دي چې دعبدالرحمان د دوسيې په وړاندې نړيوال فشار ته غاړه كښېنږدي . د نړۍ د مسيحيانو د مشر سر بيره د امريكا د متحدو ايالاتو ولسمشر او د بهرنيو چارو وزيرې وار له مخه پر افغان ولسمشر فشار اچولى دى چې مسيحيت ته د اوښتو په جرم ښاغلى رحمان محمكه نه كړي . لاريون كونكو د نيول شوي افغان مسيحي د خوشي كولو لپاره پر افغان دولت نړيوال فشار د اسلام په وړاندې يوه دسيسه وبلله د لاريون يو تن ګډونوال وويل . (( ددې دين په وړاندې دسيسه تر سره كيږي او له همدې دسيسې زموږ حكومت هم ويره لري .موږ نه پوهيږو چې دې دولت ته موږ رايه وركړې كه بهرنيانو .كله چې له اسلام څخه اوښتى عبد الرحمان د مسحيت دعوا كوي ا و كورنۍ يې هغه امنيتي ځواكونو ته سپاري نور بايد محكمه پرېښودل شي چې اسلامي قانون پلى كړي )). تيره ورځ د عبدالرحمن قضيه بيرته څارنوالۍ ته وسپارل شوه . د هغه د محکمې قاضي وويل داسې ښکاري چې د تورن د ماغي حالت ښۀ نه دى. څارنوالۍ بايد پر دوسيه له سره غور وکړي .كه دا په زبات شي چې تورن دماغي ناروغي لري ،ښايي د مرګ له سزا څخه وژغورل شي . خو په مزار شريف كې پر افغان مسيحي د مرګ د سزا د پلي كولو ملاتړي وايي چې د محكمې په اوږدو كې ښاغلي رحمان په ټينګه ويلي دي چې روغ رمټ دى او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې خپله د دولت په لاس د افغانستان د اساسي قانون د ماتولو هڅه ونه كړي . دغو لاريون كونكو همدا راز له دولت څخه وغوښتل چې د دوى په وينا د تيرو حكومتونو غوندې د لاسپوڅي هغه په څير چلند ونه كړي او افغان مسيحي ته د سزا په وركولو سره د افغانانو له زړونو د اسلام په اړه نورې راپورته شوې انديښنې له منځه يوسي . لاريون كونكي چې زياتره يې ديني علما وو له افغان دولت څخه په كلكه وغوښتل چې د افغانستان د اساسي قانون د لومړي ، دوم او دريم توكي پر بنسټ عمل وكړي . | ورسره تړلي نور خبرونه د مسيحي افغان قضيه بيرته څارنوالۍ ته وسپارل شوه26 مارچ, 2006 | خبرونه کابل ښايي مسيحى شوى افغان ژر خوشې کړي25 مارچ, 2006 | خبرونه د عيسيوي شوي افغان پر قضيې خبرې وشوې25 مارچ, 2006 | خبرونه رايس: افغان حکومت دى د مذهب ازادي ښکاره کړي24 مارچ, 2006 | خبرونه بوش د مسيحي شوي افغان پر بند کلک خواشينى دى23 مارچ, 2006 | خبرونه افغان محکمه : د لويديځ اندېښنې لاسوهنه بولو22 مارچ, 2006 | خبرونه عيسوي دين ته د اوښتي افغان په هکله د لويديځ والو انديښنې21 مارچ, 2006 | خبرونه له اسلامه مسيحيت ته اوښتى افغان محاکمه کيږي19 مارچ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||