BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:55 گرينويچ 2006 ,25 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د عيسيوي شوي افغان پر قضيې خبرې وشوې

عبدالرحمن
داسې انگيرنې هم شته چې گواکې د افغانستان نازکو حالاتو او حساسيتونو ته په کتو سره د ځينو کړيو له لورې دغې موضوع ته په لوې لاس لمنه وهل شوې
د اسې بريښي چې د عبدالرحمن په نامه له اسلام نه مسيحيت ته د اوښتي افغان د محاکمې د روان بهير په تړاوو د لويديځو ملاتړو له لورې پر افغان حکومت ډيريدونکى فشار چارواکي له يو ډول بوختې سره مخامخ کړي او هڅه يې دا ده چې دغې ستونزې ته ژر تر ژره د حل مناسبه لار ومومي .

په دې لړ کې وروستۍ پرمختيا د بوختې حل ته د داسې لارې چارې د موندلو لپاره چې د کور دننه او بهر دواړو حساسيتونو ته ځواب ووايې ، پخپله د ولسمشر حامد کرزي راوړاندې کيدل دي .

يوې حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ، بې بې سي ته په خپلو څرگندونو کې وويل چې ولسمشر د شنبى په گهيځ پر دغه موضوع د افغانستان د سترې محکمې او د حج او اوقافو د وزارت له چارواکو سره سلا مشورې وکړې .

يوه بل حکومتي چارواکي چې هغه هم نه غوښتل نوم يې واخيستل شي له څه زيات وضاحت پرته بې بې سي ته وويل ، ولسمشر په دې هڅه کې دى چې دغې کشالې ته د حل داسې يوه لار ومومي چې له مخې يې د افغانستان د ٢٥ ميليونه وگړو د ملي گټو خونديتوب يقيني کړى شي .

په ټوله کې گنگوسې داسې دي چې ښايې له څه د پاسه دوه اوونيو راهيسې په توقيف کې ساتل شوى ٤١ کلن عبدالرحمن په راتلونکو دوو دريو ورځو کې پريښودل شي .

خو د افغانستان د ملي امنيت د محکمې مشر قاضي مولوي انصارالله مولوي زاده چې د عبدالرحمن دوسيه ورسپارل شوې بې بې سي ته وويل چې تر دې دمه يې د دوسيې په اړه له هيڅ شخص او هيڅ مرجع نه کومه ځانگړې سپارښتنه نه ده تر لاسه کړې .

دا يې هم زياته کړه چې د دوسيې په اړه به د محکمې پريکړه خپلواکه او بې پرې وي او په انصاف او عدالت به ولاړه وي .

ها خوا د حکومت دننه او بهر داسې انگيرنې هم شته چې گواکې د افغانستان نازکو حالاتو او حساسيتونو ته په کتو سره د ځينو کړيو له لورې دغې موضوع ته په لوې لاس د دې لپاره لمنه وهل شوې چې حکومت او ولسمشر کرزى په بوخته کې راگير کړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت