|
رايس: افغان حکومت دى د مذهب ازادي ښکاره کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا سې بريښي چې له اسلام نه مسيحيت د اوښتي افغان عبدالرحمن د محاکمې په تړاوو پر افغان حکومت د لويديځو حکومتونو له لورې فشار لا پسې په ډيريدو دى . په دې لړ کې ،په همدې خبره له ولسمشر کرزي سره د امريکې د باندينيو چارو د وزيرې کاندوليزا راېس تيلفوني خبرې تر ټولو وروستى او په عين حال کې په خپل ډول کې يو بې مثله فشار بلل کيدى شي . ميرمن رايس د پنجشنبې په ورځ له ښاغلي کرزي سره په تلفوني خبرو کې له هغه وغوښتل چې افغانستان بايد په عمل کې وښېي چې د مذهب د ازادۍ درناوى کوي .
ميرمن رايس ژر او په لنډه موده کې په مناسب ډول ددغې موضوع د اوارۍ تمه هم و ښوده .خو دا چې دغه مناسب حل څه کيدى شي ، د دوسيې تړل ، د محاکمې ودرول او د تورن پريښودل او که کوم بل څه ؟ په اړه يې د توضيحاتو له ورکولو ډډه وکړه . تر دې وړاندې هم پخپله د متحدو ايالاتو ، کاناډا ، ايتاليې او المان په څير هغو هيوادونو چې د افغانستان په پيښو او پرمختياوو کې راښکيل دي ، پر افغان حکومت د فکر او عقيدې ازادۍ ته د درناوي غږ کړى وو . په ټوله کې دغه موضوع د افغانستان د حکومت لپاره د کور دننه او بهر حساسيتونو ته په کتو سره په يوه لوې سرخوږاوي بدله شوي ده . اوس د محکمې هڅه داده چې عبدالرحمن بيرته اسلام ته راستون شي . دا هغه څه دي چې نوموړى پرې بخښل کيږي خو ظاهرا داسې بريښي چې نوموړې دې کار ته حاضر ندى او که چيرې دى پر خپل دغه هوډ همدغسې پاتې شي نو د شريعت له مخې د اعدام له گواښ سره مخامخ کيدى شي . که داسې وشي نو شک نشته چې د افغانستان لويديځ ملاتړي به سخت خوابدي کړي . همدغه حساسيت ته په کتو سره ښايې افغان چارواکي په اساسي قانون کې د بيان او عقيدې د ازادۍ له اصل نه په استفادې سره او يا د هغو شکونو په کره کولو سره چې له مخې يې د عبدالرحمن په نامه پر دغه افغان د ليونتوب گمان کيږي ، دغې ستونزې ته د حل يوه لار ومومي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||